د طالبانو حکومت د امر بالمعروف کسانو کونړ کې د یوې اجباري نکاح مخه نیولې.
یاد وزارت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په کونړ کې یې د یوې ۱۸ کلنې پیغلې نکاح چې ۷۰ کلن سپینږیري سره تړل کېده مخه نیولې.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د یادې اتلس کلنې نجلۍ پلار د دوه سوه زرو افغانیو په بدل کې غوښتل خپله لور اویا کلن بوډا ته په نکاح کړي.

