د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وایي، چې د روان کال ثور میاشت کې یې د ښځو شرعي حقونو ته د رسېدنې لپاره ۳۸ اجباري نکاحو، ۲۴ د میراث قضیو، ۴۰ د کورني تاوتریخوالي، ۲۲ د مهر او په بدو کې د نجونو د ورکړو اتو پیښو ته یې رسېدنه کړې، چې پر وخت یې مخنیوی شوی.
همداراز، د وزارت محتسبینو د قومي او کورنیو شخړو د مخنیوي لپاره ۱۲۰ منازعې حل کړي دي.
له یاد وزارت څخه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د خرافاتو او غیرشرعي عملونو پر ضد د مبارزې په لړ کې ۴۱ کسان د جادوګرۍ په تور نیول شوي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د اقتصادي اصلاحاتو لپاره له سوداګرو سره ۷۹ غونډې شوې او له دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او امارتي چارواکو سره یې ۷۹۷ اصلاحی ناستې ترسره کړې دي.

