د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبتالله اخندزاده د حکم پر اساس د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې دي.
د دغو بدلونونو له مخې، قاري ګل حیدر شفق د بامیان والي او ملا عبدالله سرحدي د جوزجان والي ټاکل شوي دي.
همدارنګه، ملا احمد شاه دیندوست د سرپل د والي، حافظ انځر ګل عبدالله د لغمان د مرستیال او مولوي غلامالرحمن حیدري د ننګرهار د مرستیال په توګه ګومارل شوي دي.
دغه راز مخدوم عبدالخبیر د سمنګان امنیه قومندان، حاجي محمد اسماعیل فائز د لغمان امنیه قومندان، ملا عبدالله د سپین بولدک کمیسار، حافظ سید محمد وارث د کندهار د لوړ میوند ولسوال او ملا احمدالله سالم د کندهار زون د حمایوي کنډک قومندان ټاکل شوي دي.

