سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستاند شیخ هبت‌الله په امر؛حمدالله نعماني د مخابراتو او نجیب الله حقاني...

د شیخ هبت‌الله په امر؛حمدالله نعماني د مخابراتو او نجیب الله حقاني د کور او ښار جوړونې وزیر وټاکل شو

د طالبانو حکومت د کابینې په کچه د وزیرانو ترمنځ نوي بدلونونه اعلان کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده په حکم مولوي حمدالله نعماني، چې وړاندې د ښار جوړونې وزیر و، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکل شوی دی.

همداراز، د یاد وزارت پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حقاني بیا د ښار جوړونې د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here