د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبتالله اخندزاده، په یوه نوي فرمان کې یو شمېر دودیز او لګښتناک رواجونه چې د ودونو پر مهال ترسره کېږي، ناروا او ممنوع اعلان کړي دي.
د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت له لوري په رسمي جریده کې خپاره شوي فرمان کې راغلي چې د مهر اندازه باید کم تر کمه لس درهمو پورې ټیټه اندازه وي او د لوړې کچې لپاره حد نه دی ټاکل شوی، خو سپارښتنه شوې چې کم مهر غوره دی.
د “طویانه”، “پایوازی”، “شیرینیخوري”، “دستمالخوري”، قیمتي ډالیو، او د ودونو له مخکې او وروسته د لګښتناکو مراسمو ترسره کول هم منع اعلان شوي.
په فرمان کې دا هم راغلي چې د واده مراسم دې ژر تر ژره وروسته له نکاح ترسره شي، او باید د زوم د توان مطابق تنظیم شي، نه د ناوې د کورنۍ په غوښتنه.
همداراز، د دولتي موټرونو کارول، هوايي ډزې، تیز رفتار موټر چلونه، او د انعامونو مسابقې هم منع شوي دي.

