د خبریال فاروق او هنرمندې شکیله ناز زوی علي فراق د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی.
د هغه مور او پلار پر خپلو ټولنیزو رسنیو د ده د مرګ خبر ورکړی.
دا پېښه تېره ورځ مازیګر رامنځته شوې؛ خو تر اوسه یې هیچا مسولیت نه دی منلی.
بل لورته په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو دوی ته تسلیت وړاندې کړی.
علي فراق د پي ټي ایم کلک ملاتړی وو او د پاکستان د خپلواکۍ ورځ یې هم توره ورځ بللې وه.

