یو شمېر ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د شیخ هبتالله په امر له بلخ او هرات ولایتونو څخه وروسته تازه کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړی دی.
د یادونې ده چې تېره ورځ په بلخ او هرات کې د نوري فایبر له انټرنېټ قطعه کېدو وروسته خلکو ویلي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د مخابراتي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا کار به که څه هم د طالبانو حکومت د لنډمهاله کنټرول وسیله وي؛ خو په اوږدمهال کې به د افغانستان پر اقتصاد، تعلیم او ټکنالوژۍ منفي اغېزې ولري.

