د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاقدار ویلي، طالبانو په خپل حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سلګونه پلویان ځای کړي او اسلاماباد له طالبانو غواړي چې پر دې ډلې اقدامات وکړي.
هغه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خولې ویلي چې ۷۰۰ سرحدي پوستې د دغې ډلې د نفوذ د مخنیوي لپاره جوړې شوې دي.
اسحاقدار ټینګار کړی چې غوښتنه یې روښانه ده:«یا دې د تحریک طالبان پاکستان غړي له پولو لرې کړي او یا دې اسلاماباد ته وسپاري.»
هغه زیاته کړې،.چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی او د چین ـ پاکستان ـ افغانستان د اورګاډي پروژه به ستر اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل او څو تنه عام وګړي یې ووژل.

