د سپټمبر ۱۵مه د دیموکراسي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ افغانستان کې په داسې حال کې راځي، چې افغانان له تېرو درې کالو راهیسې له خپلو حقونو بې برخې دي او په کور دننه د بیان ازادي هم له منځه تللې ده.
دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په دې موخه نومول شوې، چې غړي هېوادونه یې دیموکراسي ترویج کړي؛ خو افغانستان چې د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی، له تېرو درې کالو راهیسې په کې دیموکراسي زندۍ ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه لسیزې په افغانستان کې د جمهوریت تر چتر لاندې افغانانو په دیموکراسي کې ژوند وکړ او نږدې یو نسل یې په دغه موده کې راستر شو؛ خو اوس ورنه د هر څه حق اخیستل شوی دی.

