یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهد سویلي کوریا استخباراتي اداره:د شمالي کوریا نږدې ۴۷۰۰ سرتېري د اوکراین...

د سویلي کوریا استخباراتي اداره:د شمالي کوریا نږدې ۴۷۰۰ سرتېري د اوکراین جګړه کې مړه او ټپیان شوي

د سویلي کوریا استخباراتي ادارې راپور ورکړی چې د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا نږدې ۴۷۰۰ سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغې ادارې د پارلمان یوې پټې ناستې ته ویلي چې تر دې دمه ۶۰۰ د شمالي کوریا سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۴۱۰۰ نور ټپیان دي.

شمالي کوریا تازه منلې چې د کورسک په ځینو سیمو کې یې له روسي ځواکونو سره پوځي مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي هم تر دې وړاندې پر شمالي کوریا تور لګولی و چې پوځیان یې د روسیې په ملاتړ جنګېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here