د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسد شیباني د سوریې د نوي حکومت د ښځو د چارو د مشرې عایشه الدبس د څرګندونو په اړه په ځواب کې وویل چې چارواکي د ښځو تر څنګ ولاړ دي او د هغوی بشپړ ملاتړ کوي.
شيباني ویلي، چې موږ په ټولنه کې د ښځو پر فعال رول باور لرو او د ښځو پر وړتياوو باوري يو.
هغه زیاته کړې چې د سوریې ښځې له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
د یادونې ده چې عایشه الدبس له ټيآیټي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې میرمنې باید له هغه لومړیتوبونو څخه بهر نشي چې خدای دوی ته په طبیعي ډول ورکړي دي او باید په کورنۍ کې د دوی تعلیمي رول ته پاملرنه وکړي.

