شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهد سوریې د بهرنیو چارو وزیر:اوسنۍ سوریه د هېڅ هېواد لپاره ګواښ...

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر:اوسنۍ سوریه د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده

د سوريې د انتقالي حکومت د بهرنيو چارو وزير اسعد حسن الشیباني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په خپل لومړي ګډون کې ځان د سوريې نوی استازی معرفي کړ.

الشيباني ټينګار کړی چې د بشار اسد د رژيم کړنو د سیمې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړې وه او اوسنۍ سوریه د هېڅ هېواد، حتی د اسراییلو لپاره هم ګواښ نه دی.

نوموړي همداراز ویلي، چې د شيميایي وسلو د مخنيوي له سازمان سره د نوې سوريې همکاري مثبته ده.

د یادونې ده چې له دې وینا وړاندې، د احمد الشرع حکومت نوی ملي بيرغ هم د ملګرو ملتونو په مقر (نيويارک) کې ورپول شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here