د امریکا استازي توماس بارک او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د سوریې او اسراییلو د امنیتي تړون په اړه وروستۍ خبرې مثبتې بلل شوي دي.
د ټایمز اف اسراییل د راپور له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم تایید کړې چې د خبرو اترو لړۍ کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
الشرع زیاته کړې، دمشق هغه تړون مني چې د سوریې ملي ګټو او د سیمې ثبات ته خدمت وکړي.
د روانو خبرو اصلي ټکي د جولان د لوړو څوکو غیر پوځي کېدل، د درندو وسلو محدودول او د جبل الدرېز سیمې ته د بشري مرستو د لارو پرانیستل بلل کېږي.

