د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي چې سعودي به د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره خپل هوايي حریم یا خاوره ونه کاروي.
هغه دا څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې.
محمد بن سلمان ټینګار کړی چې سعودي د ایران حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په بشپړ ډول درناوی کوي او هېڅ پوځي عملیات ته به د سعودي له هوايي حریم یا خاورې څخه د ایران پر ضد اجازه ونه لري.
هغه همدارنګه د شخړو د حل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې سولهییزې هڅې د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره اړینې دي.

