پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeکورپاڼهد سعودي عربستان د دفاع وزیر:ریاض د پاکستان سره ستراتیژیکې دفاعي اړیکې...

د سعودي عربستان د دفاع وزیر:ریاض د پاکستان سره ستراتیژیکې دفاعي اړیکې پیاوړې کوي

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، خالد بن سلمان، ویلي دي چې هېواد یې د پاکستان سره قوي او ستراتیژیکې دفاعي اړیکې لري.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د مشر، فیلډ مارشل عاصم منیر، سره د لیدنې پر مهال کړي.

خالد بن سلمان زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه په ګډه هڅې کوي څو د نړیوالې سولې او امنیت د خوندي کولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي، او دا هڅې به د دواړو هېوادونو د ګډو ملي او سیمه‌ییزو ګټو په خدمت کې وي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې سعودي عربستان د پاکستان سره په دفاعي او ستراتیژیکو همکاریو کې ژمن دی او غواړي دغه اړیکې لا پیاوړې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here