د سعودي عربستان وزیرانو شورا د فلسطین نړیوال کنفرانس پایلې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې د دغې ستونزې حل په دوو خپلواکو دولتونو جوړېدو کې دی، چې دا چاره به د سیمې ثبات لپاره هم ګټوره تمامه شي.
شورا د سعودي او فرانسې د ګډ کنفرانس هرکلی کړی او د مسجدالاقصی پر وړاندې د اسراییلي چارواکو کړنې یې “تحریککوونکې” بللي دي.
سعودي له ټولو ملګرو هېوادونو غوښتي چې د کنفرانس له پایلو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، چې دغه کنفرانس کې د دوه خپلواکو دولتونو پېژندل د ستونزې اساسي حل بلل شوی.

