چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeافغانستاند سره صلیب استازو؛د طالبانو حکومت سره د ښځینه زندانیانو د وضعیت...

د سره صلیب استازو؛د طالبانو حکومت سره د ښځینه زندانیانو د وضعیت د ښه والي په اړه خبرې کړې

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازې سیلویا ایزو د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرستیال محمد بلال فاتح سره د ښځینه زندانیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د یادې ادارې په وینا، په دې لیدنه کې د ښځینه زندانیانو لپاره د مناسبې تغذیې، روغتیایي خدماتو، د متخصصو ډاکټرانو ګومارنې او د روزنیزو توکو د برابرولو غوښتنه شوې ده.

د سره صلیب پلاوي یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here