نن د زدهکړې نړیواله ورځ ده، خو افغانستان د نړۍ یوازینی هغه هېواد دی چې په کې د نجونو زدهکړې بندې دي.
د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبتالله په امر، د نجونو ښوونځي تړلي او هغه ادعا کړې چې د نجونو زدهکړه په اسلام کې جواز نلري.
بل خوا شیخ هبتالله په یو بیان کې ویلي چې د ښوونځیو پرانستل د اسلام او مدرسې پر ضد د کفارو سازش دی.
دغه راز، د طالبانو حکومت په هېواد کې د ښځو پر کار هم بندیزونه لګولي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ راهیسې تر اوسه، له ښوونځیو څخه د نجونو محرومیت ۱,۵۸۹ ورځې او له پوهنتونونو څخه د ښځو محرومیت ۱,۱۲۹ ورځې تېرې شوي دي.

