د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له لوري پر ښځینه ډاکترانو محدودیتونه او د ښځو د تګ راتګ بندیزونه، په کونړ کې د زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدماتو رسونه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
دغه سازمان وايي، شاوخوا ۸۴ زره کسان له زلزلې متضرر شوي او لیرې پرتو سیمو ته لاسرسی لا هم یو ستر خنډ دی.
یاد سازمان د مرستو لپاره ۴ میلیونه ډالر بېړنۍ غوښتنه کړې.

