د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د افغانستان ختیځ کې په ځینو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله خلک لا هم د پرلهپسې ټکانونو له وېرې سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د نوې ارزونې له مخې، په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې نږدې ۸۴ زره وګړي د دغې ناورین له اغېزو سره مخ شوي دي.
دې سازمان ویلي، چې د تېرې شمېرنې پر بنسټ لږ تر لږه درې زره تنه ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي چې د دغو ولایتونو په کچه لږ تر لږه ۱۶ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ مرکزي روغتون او د نورګل د ولسوالۍ روغتیایي مرکز سخت زیان لیدلی او د نورګل د عارف کلینیک ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده

