یکشنبه, مارچ 22, 2026
Homeکورپاڼهد روغتیا نړیوال سازمان:سوډان کې پر یو روغتون د برید له کبله...

د روغتیا نړیوال سازمان:سوډان کې پر یو روغتون د برید له کبله ۶۴ تنه وژل شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په سوډان کې پر یوه ملکي روغتون د برید له امله د ماشومانو، ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې سازمان په وینا، دغه برید پرون د دارفور د «الضعین» پر تدریسي روغتون ترسره شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

همداراز ویل شوي چې د روغتون ودانۍ او تجهیزات په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې د برید له امله په ښار کې روغتیايي خدمات په بشپړه توګه درېدلي دي.

نوموړي یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي خوندي وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here