یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستاند روسیې د بهرنیو چارو وزارت:کندز کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو...

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت:کندز کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندو او طالبان دې عاملینو ته سزا ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د کندز برید په سختو ټکو غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې د برید عاملین دې ونیسي او سزا دې ورکړي.

یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه برید هدف د افغانستان په شمالي سیمو کې د سیاسي وضعیت لا زیات خرابول دي.

دغې وزارت زیاته کړې، چې دا برید د ترهګریزو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د افغانستان بې‌ثباتي ده.

د یادونې ده چې تېره دوشنبه کندز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګي برید پنځه تنه ووژل او ۷ نور ټپیان شول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here