د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې په دونتسک کې یې سل اوکرایني سرتېری وژلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا بریدونه یې د بېپیلوټه الوتکو په واسطه کړي دي.
اوکرایني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې امریکا د اوکراین جګړې د ختمولو هڅې روانې کړې دي.

