شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستاند روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د دوام غوښتنه کړې

ټاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو او تفاهم د دوام غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، دواړو وزیرانو ټینګار کړی چې کابل او اسلام‌اباد دې خپل اختلافات د سیاسي او دیپلوماټیکو لارو له مخې، د سیمې د ثبات او امنیت په ګټه حل کړي.

اعلامیه زیاتوي، لاوروف او عراقچي د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او د سرحدي نښتو د بندېدو پر تړون هم هرکلی کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here