روسي ورځپاڼې نزاویسیمایا ګازیتا په یوه تازه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب ته د چین له لوري د سفر بلنه ورکړل شوې ده.
د راپور له مخې، دا بلنه ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو سره تړاو ولري.
ټرمپ ویلي و، چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بیا د واشنګټن تر ولکې لاندې راولي.
راپور زیاتوي، چې امریکایي استازي له څو میاشتو راهیسې له طالب مشرانو او افغان سیاستوالو سره په تماس کې دي او د بګرام د بېرته نیولو طرحه د ټرمپ د انتخاباتي ستراتیژۍ برخه ده.
د سرچینې په وینا، پکن غواړي د ملا یعقوب په بللو سره د طالبانو د ځواک د حقیقي ظرفیت او د امریکا د احتمالي عملیاتو پر وړاندې د دوی د دریځ ارزونه وکړي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د طالبانو حکومت مشرتابه به دې سفر ته اجازه ورکړي او که نه.

