د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي د رجايي بندر خونړۍ چاودنې له پېښې ۸ ورځې وروسته غبرګون ښودلی او دا پېښه یې عادي بللې.
هغه ویلي چې دا ډول حوادث د هرې ادارې لپاره شوني دي، لکه زلزله، اورلګېدنه یا تخریب، او دا به هم جبران شي.
خامنهای د حج مراسمو له ځینو تنظیموونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، که کومې ادارې ته مشکل پېښ شوی وي، د دولت پیاوړي او ځوان ارګانونه به یې ژر تر ژره جبران کړي.
نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي چې تر اوسه د رجایي بندر د چاودنې د علت په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
د رسمي شمېرو له مخې، په دغه چاودنه کې ۷۰ تنه وژل شوي؛ خو تر اوسه یوازې د ۴۶ تنو هویت تثبیت شوی دی.

