د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د افغانستان زلزلهځپلو ته د مرستو د لېږلو په موخه غونډه کړې او ۳۵ لارۍ مرستې یې د طالبانو حکومت قونسلګرۍ ته سپارلي.
په دغو مرستو کې درمل، خیمې، ترپالونه، توشکې، بالښتونه او کمپلې شاملې دي.
د یاد حکومت په وینا، دغه مرستې د زلزلهځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابرې شوې دي او تر هغو به دوام وکړي چې لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.
د طالبانو حکومت د خېبرپښتونخوا له دې اقدامه مننه کړې او دا یې د ورورۍ نښه بللې ده.

