د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي عبدالغني اپرېدي د باړې په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ارګانونو پر فعالیت شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې وسلهوال طالبان هلته په ښکاره ګرځي او خلک ځوروي.
نوموړي د پاکستان پر پوځي او امنیتي مشرانو غږ کړی چې د دغه وضعیت مخه ونیسي.
د هغه په وینا، امنیتي ادارې ادعا کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه پېژني، خو په خپله سیمه کې د لسګونو وسلهوالو مخه نه شي نیولی.
په همدې حال کې مولانا فضل الرحمن هم ویلي چې د شپې له خوا په سیمه کې واک د وسلهوالو په لاس کې وي او پولیس په تاڼو کې دننه پاتې کېږي.

