د خیبرپښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي ویلي چې د افغانستان سوله نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده او ټینګار یې کړی چې اسلاماباد له کابل سره د مثبتو اړیکو او پراخې سوداګرۍ غوښتونکی دی.
نوموړي دا څرګندونې په پېښور پوهنتون کې یوې غونډې ته کړې او ویلي چې د پاکستان سیاسي مشرتابه توان لري له افغانستان سره اړیکې او همداراز خپلې کورنۍ سیاسي او امنیتي ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.
کنډي زیاته کړې چې یوازې د ستونزو یادونه بسنه نه کوي، بلکې عملي او دوامدارې حل لارې موندل ضروري دي څو سیمه له بېثباتۍ څخه ووځي.
تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا یو شمېر مشرانو ویلي وو چې په پاکستان کې اوسني امنیتي ننګونې تر ډېره د تېرو کلونو د ناسمې تګلارې او پالیسیو پایله ده.

