په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مدیر جان آیلیف وايي، افغانې ښځې د خپلو ماشومانو د تغذيې لپاره خپله روغتیا او خواړه قربانوي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې سږ کال څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او د درملنې امکانات یې محدود دي.
هغه زیاتوي چې اقتصادي ستونزې، د اوبو کمښت او روغتیايي خدمتونو ته لږ لاسرسی لوږه نوره هم زیاتوي.
هغه له نړیوالې ټولنې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

