د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د سږني میلادي کال له پیله تر دې دمه یې له کابو ۴ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د دې مرستو نیمایي ترلاسهکوونکي ښځې دي.
یاد پروګرام زیاته کړې، چې دا نغدې پیسې اړمنو ته دا ځواک ورکوي ترڅو پر هغه څه یې ولګوي چې کورنۍ یې ورته اړتیا لري
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

