د افغان سولې په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لورې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په اړه د سختو نیوکو وروسته د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي چې غواړي د طالبانو په اړه د نوموړي دریځ ولري.
ښاغلي فدایي لیکلي، امریکا پرون د حکمتیار ملاتړې وه او خلیلزاد نن د طالبانو ملاتړی دی.
حلیم فدایي وایي، طالبان د زرګونه بې ګناه افغانانو قاتلین دي او ۲۴۰۰ امریکایان یې هم وژلي.
فدایي پوښتلي:« ایا دا د منلو وړ وه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر ځای طالبانو ته ترجیح ورکړئ؟ ستاسو د اړخ معامله له دوی سره څه وه؟»
حلیم فدایي خلیلزاد په دروغ ویلو تورن کړ چې د خپلې ګټې لپاره یې افغان سیاسي مشران د پخواني ولسمشر پر وړاندې ودرول او جمهوري نظام یې نسکور کړ.
فدایي خلیلزاد ته لیکلي:«تاریخ به هېڅکله هېر نه کړي، او نه به افغان ولس هېروي. یوه ورځ به د طالبانو جنایتونه دومره څرګند شي چې د هغوی پلویان هم انکار ونه کړي. هغه مهال به تاسو هڅه وکړئ تور پر طالبانو واچوئ؛ خو حقیقت به تل پاتې وي. ستاسو پرېکړې د هغوی د بېرته راتګ لار هواره کړه او تاریخ به تاسو د افغانستان دیموکراسۍ قصاب په نوم یاد کړي.»

