د ایران د مذهبي مشر علي خامنهاي له دفتر سره تړلې یوې خبرپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د احتمالي پوځي برید د خبرداریو په غبرګون کې ویلي، چې ایران د «ملي امنیت او خپلو ګټو» د دفاع په برخه کې له هېڅ ډول تعارف او ویرې کار نه اخلي.
په یادې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې د ایران لپاره په دې برخه کې دا هېڅ توپیر نه لري چې معترضان په سړکونو کې دي او که د امریکا او اسرائیلو ګټې په نښه کېږي.
د «صدای ایران» په نوم دغه بولټن همداراز خبرداری ورکړی چې که پر ایران پوځي برید وشي، نو دوی به ورته د ۱۲ ورځنۍ جګړې په څېر سخت ځواب ورکړي.

