د حماس یو لوړپوړي چارواکي محمود مرداوي د اوربند د خبرو او د وسلو د سپارلو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بللي دي.
هغه ویلي: «هغه څه چې خپاره شوي، بېاساسه دي او موخه یې د حماس د دریځ تحریف او د عامه افکارو ګډوډول دي.»
له دې وړاندې د «العربیه» شبکې د حماس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی و، چې دغه ډلې د قطر له لارې د امریکا له لوري د اسراییلي ځواکونو د دایمي شاتګ تضمینونه ترلاسه کړي او د وسلو د سپارلو موافقه یې کړې ده.
خو محمود مرداوي دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د حماس رسمي دریځ به یوازې د دې ډلې د مشرتابه له لوري اعلانېږي.

