د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د همکاریو پر پراخولو، امنیت، نشهيي توکو ضد مبارزې، او افغان کډوالو ته د آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
حقاني د باور فضا د ستونزو د حل کلیدي وبلله او زیاته یې کړه، چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
په ورته مهال بیا نقوي ژمنه وکړه چې سوداګرو او خلکو ته به آسانتیاوې برابروي او ګډ کار ته به دوام ورکوي.

