د حزبالله مشر، نعیم قاسم په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې زموږ مقاومت به تر وروستۍ ساه پورې دوام وکړي.
نوموړي د ځوانانو د ګډون او د میدان نه پرېښودل د هیلو او عزت نښه بللې او ټینګار یې کړی چې دا به د وطن د ازادۍ او کرامت د ساتنې لپاره د دوی هوډ لا پیاوړی کړي.
هغه همدارنګه د لبنان له چارواکو غوښتي چې اسراییل ته بېدلیله امتیازات ور نه کړي او ویلي یې دي چې پخواني وضعیت ته ستنېدل د منلو وړ نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې دوی لبنان سره خبرو ته په دې شرط تیار دي چې حزبالله به وسله پر ځمکه ږدي.

