دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeکورپاڼهد جفري اپسټن قضیه؛د بریټانیا لومړي وزیر له قربانیانو رسمي بخښنه وغوښته

د جفري اپسټن قضیه؛د بریټانیا لومړي وزیر له قربانیانو رسمي بخښنه وغوښته

د امریکا د عدلیې وزارت له‌خوا د جفري اپسټین د قضیې د میلیونونو نویو اسنادو تر خپرېدو وروسته، د بریتانیا سیاسي فضا توده شوې او دا موضوع د لومړي وزیر کی‌یر سټارمر لپاره په جدي سیاسي بحران بدله شوې ده.

راپورونه وایي، هغه اسناد چې تازه خپاره شوي، د پیټر منډلسن او اپسټین ترمنځ اوږدمهاله او پټې اړیکې ښيي؛ هغه اړیکې چې د منډلسن د رسمي دندو پر مهال هم دوام درلود.

همدې موضوع سټارمر اړ کړی چې د ولسي فشارونو په وړاندې د قربانیانو څخه بښنه وغواړي او ومني چې د خپل نږدې سیاسي ملګري په اړه یې ستره تېروتنه کړې ده.

سټارمر په یوه وینا کې وویل، هغه مهال چې منډلسن یې د بریتانیا د سفیر په توګه امریکا ته استولی و، د هغه د اړیکو ریښتینی ماهیت ورته نه و څرګند شوی او اوس پوهېږي چې مهم معلومات ترې پټ ساتل شوي وو.

له بلې خوا، پیټر منډلسن د مجلس اعیان څوکۍ پرېښې او دا مهال د پولیسو تر رسمي پلټنو لاندې دی.

راپورونه ښيي چې څېړنې یوازې د اړیکو پر افشا نه دي محدودې، بلکې د احتمالي مالي معاملو او د دولتي نفوذ د ناوړه استفادې احتمال هم تر څېړنې لاندې دی.

بریټانوي رسنۍ دا قضیه د بریتانیا د واکمن نظام لپاره خطرناکه بولي او وایي دا ښيي چې د لوړپوړو چارواکو د ټاکنې بهیر کمزوری او له شفافیته لرې دی.

همدارنګه، د کارګر ګوند دننه اندېښنه زیاته شوې چې دا لانجه به د سټارمر پر اعتبار او راتلونکو ټاکنو مستقیم اغېز ولري.

سټارمر ویلي چې د منډلسن د ټاکنې اړوند ټول رسمي اسناد به له بشپړې پلټنې وروسته ولس ته وړاندې کړي، خو ټینګار یې کړی چې د پولیسو د تحقیقاتو تر پای ته رسېدو مخکې به له هر ډول اقدام ډډه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here