پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستاند جرمني د کورنیو چارو وزیر:جرمني کې د افغانستان قونسلګري د طالبانو...

د جرمني د کورنیو چارو وزیر:جرمني کې د افغانستان قونسلګري د طالبانو حکومت ته سپارو

جرمني په برلین کې د افغان سفارت قونسلګري برخه د طالبانو حکومت ته سپاري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرنت ویلي، هدف یې له جرمني افغانستان ته د مجرمینو شړل دي او د دې چارې لپاره له اړوندو طالب چارواکو سره خبرو ته چمتو دی.

نوموړی وایي، چې دا چاره هیڅ وخت د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم دې برخه کې ورسره همغږی دی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دوی هم د خپلو کډوالو منلو ته چمتو دي؛ خو المان باید ورسره مرسته وکړي، چې دوی بیا مېشتېدنه کې خپل ژوند جوړ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here