د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۴۰۰ افغان پناهغوښتونکو ته به ژر په دې هېواد کې د ځای ورکولو زمینه برابره شي.
په دې کې ۳۶۰ کسان د فدرال پروګرام له لارې او ۵۰ نور د محلي کارکوونکو له لارې انتقالېږي.
ځانګړې توجه به هغو کسانو ته وي چې د بشري حقونو مدافعین یا د ښځو د حقونو فعالان دي.
همدارنګه، نږدې ۶۳۰ افغانان چې د بشري حقونو په لیست کې دي، په اوس وخت کې په پاکستان کې میشت دي.

