سیمهییزو سرچینو ویلي، چې تورخم کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ نښته کې یو ملکي کس وژل شوی، یو پاکستانی پولیس او یو بل ملکي کس ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دغې نښتې علت معلوم نه دی، خو تر دې وړاندې هلته د تاسیساتو د جوړېدو پر سر نښتې شوې وې.
د یادونې ده چې تر اوسه رسمي لوریو په دې اړه څه نه دي ویلي.

