حماسه میډیا ته سرچینو ویلي، چې د تورخم سرحدي لاره نن سهار یوازې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.
دغه لاره د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر اتو ورځو نښتو وروسته په بشپړ ډول تړل شوې وه.
سره له دې چې د کډوالو د ستنېدو تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوې؛ خو لا هم د سوداګرۍ، مسافرو او ناروغانو لپاره تړلې ده.
د اوږدمهاله بندیز له امله په سوداګرۍ کې جدي ستونزې رامنځته شوې دي او سلګونه باروړونکي موترونه د تورخم په دواړو غاړو کې درېدلي دي.
سوداګر او موټر چلوونکي وایي چې د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو ډېر مالونه د خرابېدو په حال کې دي، او ګڼ مسافر او ناروغان لا هم د لارې د خلاصېدو په تمه ورځ او شپه تېروي.

