ایراني رسنیو د تهران د والي حسین خوشاقبال له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو له ډلې د جنرال اکرامالدین سریع د وژل کېدو قضیه تر جدي څېړنې لاندې ده.
د نوموړي په وینا، امنیتي او عدلي ارګانونه هڅه کوي د دې پېښې اصلي لاملونه او عاملان معلوم کړي.
د راپورونو له مخې، د جنرال اکرامالدین سریع د خاورته سپارلو مراسم تېره ورځ (شنبه) په تهران کې د یو شمېر افغان کډوالو او مېشتو افغانانو په ګډون ترسره شول.
ویل کېږي چې نوموړی څلور ورځې وړاندې په تهران کې له یوه بل پخواني افغان نظامي سره یو ځای تر برید لاندې راغی او تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو؛ خو د درملنې پر مهال یې ساه ورکړه.
تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

