د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، یوازینۍ عملي لاره د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د صادقانه او قاطع خبرو اترو پیل دی.
هغه په دوحه کې یوې ناستې ته ویلي چې په دې بهیر کې د امریکا منځګړیتوب د بریا لوړ چانس لري.
فیدان ټینګار کړی چې اروپا باید د امریکا د مستقیم ګډون د نشتون په صورت کې د خپل مقاومت د پیاوړتیا لپاره نوې حل لارې ولټوي.
د هغه په وینا، د جګړې پر مهال هم د خبرو دوام اړین دی او که څه هم خبرې سمدلاسه جګړه نه دروي، خو د اړخونو او سیمهییزو هېوادونو لپاره مهم فرصتونه برابروي.

