د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د افغانستان له خاورې ور اوښتي درې وسلهوال د شمسالدین شاهین ولسوالۍ په سیمه کې د تاجیک سرحدي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
یادې کمیټې، په دې نښته کې د تاجیکستان د دوه سرحدي سرتېرو د وژنې پخلی هم کړی.
د راپور له مخې، وسلهوالو د تسلیمېدو له امر څخه سرغړونه کړې او غوښتل یې پر یوې سرحدي پوستې وسلهوال برید وکړي، خو د متقابلو ډزو په ترڅ کې ووژل شول.
د وژل شویو وسلهوالو هویت او ډلې لا نه دي اعلان شوي، خو له هغوی څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د تاجیکستان ملي امنیت کمېټې دا په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له لوري درېیم وسلهوال نفوذ او برید بللی او پر طالبانو حکومت یې نیوکه کړې چې د پولې د امنیت په برخه کې خپلو ژمنو ته نه دي ژمن پاتې شوي.
دغه اداره وایي، وضعیت دا مهال ارام دی او د پېښې څېړنې روانې دي.

