د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې اعلان کړی چې څلور وسلهوال، چې د یوې ترهګرې ډلې سره تړاو لري، د افغانستان له خاورې د دې هېواد پولې ته د اوښتو پر مهال د تاجیکي ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.
چارواکي وایي دغه کسان د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې تاجیکستان ته داخل شوي او د شمسالدین شاهین ولسوالۍ په سیمه کې د پوله ساتو ځواکونو لهخوا پېژندل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، وسلهوالو د تسلیمېدو غوښتنې ته پام ونه کړ او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې.
له وژل شویو کسانو څخه درې کلاشینکوف وسلې، مهمات او مخابراتي وسایل ترلاسه شوي دي.
تاجیکستان وایي وضعیت د سرحدي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی؛ خو د پېښې په اړه د طالبانو حکومت تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

