په داسې حال کې چې جنوبي آسیا له سختې ګرمۍ سره مخ ده، پاکستان کې د اپرېل د میاشتې تودوخه ښايي تر نړیوال ریکارډ هم واوړي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د پاکستان مرکزي او جنوبي سیمو کې تېره اونۍ تودوخه ۴۷ سانتيګراد ته رسیدلې، او د تودوخې له مخې د نوابشاه ښار په ۲۰۱۸م کال کې د ۵۰ سانتيګراد نړیوال ریکارډ هم لري.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) له اپرېل ۲۶مې تر ۳۰مې د ګرمۍ خبرداری ورکړی او خلکو ته یې د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کړې.
د منځني ختیځ، افریقا او جنوبي آسیا په شمول، شاوخوا ۲۱ هېوادونه د ۴۳ سانتيګراد یا تر دې زیاتې تودوخې سره مخ دي.
د ویلو ده چې نړیوالو راپورونو ته په کتو، روان کال د تودوخې له پلوه له ۲۰۲۴ وروسته تر ټولو ګرم کال ګڼل شوی، او د اپرېل په میاشت کې د ځمکې ۶۳ سلنه برخو له منځنۍ کچې زیاته ګرمي تجربه کړې ده.

