د بښنې نړیوال سازمان د بلوڅانو د پیوستون غورځنګ مشرې ماه رنګ بلوڅ نیول کېدل غندلي.
یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې د نوموړې وکیل او کورنۍ ته هم لاسرسی نه لري.
یاد سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره په خپل سر نیول شوي بلوڅان خوشې کړي.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت تېره ورځ ماهرنګ بلوڅ نېولې ده.

