سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهد بنګله‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره؛خالده ضیا د ۸۰ کلونو په عمر ومړه

د بنګله‌دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره؛خالده ضیا د ۸۰ کلونو په عمر ومړه

د بنګله‌دېش لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره او د ملتپال ګوند (بي‌اېن‌پي) مشره، خالده ضیا د سې‌شنبې په ورځ د اوږدې ناروغۍ له امله د ۸۰ کلونو په عمر ومړه.

نوموړې د ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۶ او د ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ کلونو پورې په دوو دورو کې د بنګله‌دېش مشري کړې وه.

خالده ضیا د شیخ حسینه سره د اوږدې او سختې سیاسي سیالۍ له امله د بنګله‌دېش په سیاست کې د «بیګمونو جګړې» د یوې مهمې څېرې په توګه پېژندل کېده.

هغې درې کاله وروسته له هغه سیاست ته مخه کړه چې مېړه یې، پخوانی ولسمشر ضیاءالرحمان، په ۱۹۸۱ کال کې ووژل شو.

که څه هم مېرمن ضیا له ۲۰۰۶ کال وروسته له واکه لرې وه او څو کاله یې په زندان او کورني بند کې تېر کړل، خو د هغې ګوند لا هم د هېواد په سیاست کې پراخ ولسي ملاتړ لري.

د خالده ضیا مړینه په داسې وخت کې شوې چې بنګله‌دېش د محمد یونس تر مشرۍ لاندې د موقت حکومت له خوا اداره کېږي او ټاکل شوې ده د فبرورۍ په میاشت کې عمومي ټاکنې ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here