د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکي تحریک مشر حربیار مري په تازه څرګندونو کې د پاکستان له لوري پر افغان ملکیانو هوايي او ډرون بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
هغه ویلي چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا اسلاماباد ته دا زمینه برابروي چې د افغانستان د خاورې بشپړتیا او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي.
مري همداراز د ډیورنډ کرښې موضوع ته په اشارې ویلي چې که د تاریخ په اوږدو کې نړیوالې ټولنې بېتفاوتي نه وای کړې، سیمه به له اوسني وضعیت سره نه مخ کېده.
حربیار مري د پاکستان پر هغې تګلارې نیوکه وکړه چې ګواکې غواړي افغانستان د خپل «پنځم ایالت» په توګه معرفي کړي او د کابل پر ملي حاکمیت برلاسی ومومي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان او بلوڅان باید د خپلو حقونو او سیمو د دفاع لپاره یو موټی دریځ خپل کړي.

