د بلخ چهاربولک کې د ساتل شویو چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله درې کورونه ویجاړ شوي دي.
سیمهییزو سرچینو ویلي، چې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
دا پېښه د هغو ۲۲ راکټ مرمیو د چاودونو له کبله رامنځته شوې چې په پټه ساتل کېدې.
د دغو راکټ مرمیو د ساتنې پټنځای کې لومړی ګاز ډبه چاودلې، چې وروسته مرمیو هم چاودنې کړې.

